د روسيه خارجه وزير سر ګئے لاروف د دسمبر په 8مه او 9مه نېټه متحده عرب امارات٬ د دسمبر په 10مه نېټه د قطر دوره كوي

ماسكو 06 دسمبر (اے پي پي)د روسيې خارجه وزير سرګئے لاروف د دسمبر په 8مه او 9مه نېټه متحده عرب امارات٬ د دسمبر په 10مه نېټه د قطر دوره كوي۔هغه به قطر كښې كېدونكې كنفرنس كښې ګډون كوي۔د روسيې خبري اژانس طاس له مخې د روسيې خارجه وزارت وياند مارياز خاووانے نيوز كنفرنس په مهال وئېلي دي خارجه وزير به د دسمبر په 8مه او 9مه نېټه په ابوظهبي كښې …

ماسكو 06 دسمبر (اے پي پي)د روسيې خارجه وزير سرګئے لاروف د دسمبر په 8مه او 9مه نېټه متحده عرب امارات٬ د دسمبر په 10مه نېټه د قطر دوره كوي۔هغه به قطر كښې كېدونكې كنفرنس كښې ګډون كوي۔د روسيې خبري اژانس طاس له مخې د روسيې خارجه وزارت وياند مارياز خاووانے نيوز كنفرنس په مهال وئېلي دي خارجه وزير به د دسمبر په 8مه او 9مه نېټه په ابوظهبي كښې په امن او سلامتيا 14م سربني ياس انټرنېشنل فورم كښې ګډون كوي او د دسمبر په لسمه نېټه به قطر كښې 21م دوحه فورم ته خطاب هم كوي۔وياند ووئيل سربني ياس فورم او دوحه فورم په كړكېچن نړيوالو مسئلو خبرو اترو لپاره مستند پليټ فارم دے چې پكښې نړيوال جنوبي او د ختيزو هېوادونو پشمول د ګڼ شمېر هېوادونو سياستمدار٬تجزيه كار او پوهان ګډون كوي۔د روسيې خارجه وزير سرګئے لاروف په خپلو وېناګانو كښې د نړيوال پرمختګ په رجحانات د روسيه خپل نقطه نظر وړاندې كوي او مينځني ختيز كښې به د سلامتيا مسئلو پشمول د فلسطين اسرائيل تصفیه مسئلو ته خاص پام لرنه كوي۔

مزید خبریں