پېښور ۔ 05 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی جسټس (ر) سيد ارشد حسېن شاه سره د نهې په ورځ په پېښور كښې تعينات امريكائي قونصل جنرل شانتی مور په وزيراعلی هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په بېلو څانګو كښې د صوبائي حكومت او امريكائي پرمختيائي ادارو ترميځه همكارۍ سره په اړوندو معاملو هم خبرې وشوې۔ نګران وزيراعلی په خپلو خبرو كښې ووئيل د خېبر پښتونخوا حكومت په بېلو څانګو كښې د امريكائي حكومت او ادارو مرستې ته د قدر په سترګه ګوري او هيله ده چې د مرستې دا لړۍ به دغسې روانه ساتلې شي۔ ده ووئيل امريكائي حكومت او امريكائي پرمختيائي ادارې د پوليس ٬ زده كړو ٬ روغتيا او كركيلې په شمول بېلو څانګو كښې مونږ سره مرسته كوي كومه چې د ستائنې وړ ده۔ ارشد حسین شاہ ووئيل په قبائلي ضم شويو ضلعو كښی د ملګرو ملتونو او ډونر ايجنسيو مرستې ته زياته اړتيا ده ولې چې په لسيزو د محيط ناامنۍ د لاسه دا سيمې د پرمختګ په مېدان كښې وروستو پاتې شوي دي۔ ده ووئيل په ضم شويو ضلعو كښې د روډ انفراسټرکچر جوړول ٬ د امن او امان وضعه ښه كول او د روغتيا آسانۍ برابرول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل د امن او امان وضعه ښه كولو له د پوليس او نورو قانون نافذ كوؤنكو ادارو مستحكم كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل صوبائي حكومت به دې څانګو كښې د امريكې مرستې خوشبينه ګڼي او په دې لړ كښې به هر ډول كومك كولې شي۔ امريكائي قونصل جنرل خپلو خبرو كښې ووئيل امريكائي حكومت به د خېبر پښتونخوا حكومت سره په ګډه د اولس د خېر ښېګړې كارونو لړۍ سباؤن كښې هم دغسې روانه ساتي۔ ده ووئيل پاكستان او امريكا د ملګرتيا پخوانۍ اړيكې لري كومې به چې لا مستحكم او پياوړې كولې شي