حسن ابدال 04 دسمبر (اے پي پي) حسن ابدال كښې په جي ټي روډ غرشين سټاپ سره نزدې په ټرافيكي پېښه كښې يو تن مړ او دوه ژوبل شوي۔ د ځائي پوليس له مخې پېښه د هائي اېس او موټر كار خپلو د ټكر كېدو له امله رامخې ته شوه٬ 1122 مړې او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړي٬ په ژوبل شوې كسانو كښې يوه مېرمن هم شامل ده۔