جدہ ۔3دسمبر (اے پی پی) د سعودي عربستان د شاه سلمان د مرستو او بشري خدماتو مرکز د جدې له اسلامي بندر څخه د غزې ځپليو وګړو لپاره د مرستې سامان درېمه بېړۍ روانه كړې ده۔ د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې په دغه بېړۍ كښې 300 كنټېنرز دي كوم چې يو زر 246 ټنه وزن لري۔ مصري بندر ځايې روانه كړې شوې په دې بېړۍ د غزه روغتونونو لپاره د طبي سامان 200 كنټېنرې او د خوراك څښاك او خېمو او نورو ضروري شيانو نور 100 كنټېنرې بار كړې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د سعودي عربستان لخوا غزه لپاره د فضائي لارې د مرستې سامان ترسيل هم روان دے او تر دې دمه 24 الوتكې ابوعرېش هوائي ډګر ته رسېدلې دي۔