لاهور 01 دسمبر (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) صدر او پخواني وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د جمعې په ورځ د پنجاب اسمبلۍ پخوانو غړو ليدلي دي ٬ په دې موقع دوي په مسلم ليګ ن كښې د شاملېدو اعلان كړے ٬ په ملاقات كوٶنكو كښې سردار عون ډوګر او جاوېد اختر انصاري شامل وو۔ په دې موقع رانا ثناء الله، سردار عبدالغفار ډوګر، عرفان ډوګر او سليم انصاري هم موجود وٶ۔ دغسې په دې مهال محمد شهباز شريف د سردار عون ډوګر او جاوېد اختر انصاري په مسلم ليګ(ن) كښې د شاملېدو د اعلان هركلے وكړو۔