سوات٬د خېبرپښتونخوا د مسلم ليګ(ن) صدر انجينئر امير مقام سره د مارتونګ بازار صدر په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات٬په ګوند كښې د شموليت اعلان

پېښور 01 دسمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا د مسلم ليګ(ن)صدر انجينئر امير مقام سره مسلم ليګ هاؤس سنګوټه كښې د مارتونګ بازار صدر نجيب الرحمان په مشرۍ كښې د سوداګرو پلاوي ملاقات كړے او په مسلم ليګ(ن)كښې ئې د شموليت اعلان كړے ۔په پلاوي كښې د مارتنګ بازار صدر نجيب الرحمان٬اشرف علي٬حق نواز او انعام الرحمان د خپلو كورنيو او ګڼو ملګرو پشمول نورو ګوندونو څخه د قائد محمد نواز شريف او انجينئر امير مقام په قائدانه صلاحيتونو د باور څرګندونه كولو سره په باقاعده توګه په مسلم ليګ(ن)كښې شموليت اختيار كړے ۔انجينئر امير مقام په كوند كښې په شموليت هغوي له مباركي وركړې او د ګوند ټوپۍ ئې ورته په سر كړې دي ۔