لاهور 30 نومبر (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) قائد نواز شريف سره د ګوند مركزي صدر شهباز شريف په مركزي سېكرټرېټ كښې ملاقات كړے او نواز شريف ته ئې په ايون فيلډ رېفرنس كښې په بري كېدو مباركي وركولو سره هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې۔ شهباز شريف په دې موقع مريم نواز له هم مباركي وركړې۔ دغسې په مباركۍ وركولو نواز شريف د شهباز شريف مننه كړې۔ په دې موقع په موجوده سياسي وضعه او د الېكشن په چارو د خيالاتو د خيالاتو څرګندونه هم شوې ۔