پخواني وزیراعظم شهباز شریف سره د انجینئر امیر مقام او مرتضی جاوید عباسی ملاقات

لاهور 29 نومبر (اے پي پي)پخواني وزیراعظم او د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف سره د خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام او جنرل سیکرټری مرتضی جاوید عباسی ملاقات کړے دے ۔ د ملاقات په مهال د ګوند په تنظیمی چارو او د ټولټاكنو په تیارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔به دې مهال د ګوند صدر انجینئر امیر مقام په مشرۍ كښې خېبر پښتونخوا كښې د ګوند هڅي وستائلي شوې ۔ ده ووئيل كه لوي څښتن موقع راكړه نو خېبر پښتونخوا به يو ځل بيا د پرمختګ مزل پيل كړي۔شهباز شریف ووئيل افسوس چې په 10 كلونو كښې خېبر پښتونخوا د پرمختګ څخه محروم وه ٬ مونږ له به خېبرپښتونخوا د امن او پرمختګ مركز جوړولو سره د پاکستان د پرمختګ رفتار تندول وي۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا غیور اولس د ترهه ګرۍ په ضد تاریخی قربانۍ وركړي۔دغسې انجینئر امیر مقام او مرتضی جاوید عباسی خېبر پښتونخوا كښې د انتخابی تیارو په اړه د ګوند صدر خبر كړو۔