کوئټه 29 نومبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي پارليمنټرينز صدر آصف علي زرداري او چيئرمين بلاول بھټو زرداري د شورو په ورځ كوئټه ته تللي دي ٬ په دې موقع د ګوند صوبائي صدر چنګيز خان جمالي، عمومي سېكتر روزي خان کاکړ، د اطلاعات سېكتر سردار سربلند جوګيزئي، سردار ثناء الله زهري او عبد القادر بلوچ د دوي تود هركلے وكړو۔ آصف زرداري او بلاول بھټو زرداري سره نير بخاري، سليم مانډوي والا، شرجيل مېمن او نور هم كوئټه ته تللي دي۔ آصف زرداري او چيئرمين بلاول بھټو زرداري به (نن) د زيارت په ور په ايواب سټيډيم كښې اولسي جلسې ته وېنا كوي او بلاول بھټو زرداري به هائي کورټ بار ايسوسي ايشن ته هم وېنا كوي۔ په دې موقع به آصف علي زرداري او بلاول بھټو زرداري د بلوچستان پي پي پي بېلا بېلو تنظيمونو او د عهدېدارو پلاويو سره ملاقات كوي۔