لاهور 29 نومبر (اے پي پي) پخواني وزيراعظم او د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف په ايون فيلډ ريفرنس كښې د ګوند قائد محمد نواز شريف په بري كېدو د تشكر څرګندونه كولو سره وئېلې ي دي خپل قائد ته سلام كوٶ چا چې د ژوند په ترخو لمحو كښې هم همت نه دے بېللے۔ دا خبره ده د ګل په ورځ خپل بيان كښې د لوي څښتن شكر ادا سره كړې۔ ده ووئيل خپل مشر محمد نواز شريف او مريم نواز شريف ته د زړه د خلاصه مباركي وركوم چا چې په ډېر همت٬ صبر او بې مثاله جرآت د حالاتو د جبر مقابله كړې٬ د ګوند مشرانو او كاركنانو ته هم مباركي وركوم چا چې تل د خپل قائد په بې ګناهۍ باور لرو۔ ده ووئيل زه د عدليه هم مننه كوم چا چې د انصاف پرېكړه كړې ده ۔