بارډر ماركيټس او تجارتي هلو ځلو ته وده وركول د هېواد معيشت قوي كولو له ګټور ثابتېدے شي٬ د بلوچستان ګورنر

کوئټه۔ 29 نومبر (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر ملك عبدالولي خان كاكړ بارډر ماركيټس جوړول او تجارتي هلو ځلو ته وده وركول د هېواد معيشت قوي كولو له ګټور ګرځولي دي ۔ دا خبره ده د چمن يوې ورځنۍ دورې په مهال وكړه۔ په دې موقع صنعت او تجارت سره پعلق لرونكو نمائنده وګړو ګورنر سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال سوداګرو ته په پېښو مسئلو او نوې موقع په رامخې ته كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د بلوچستان ګورنر ووئيل د پاک افغان باډر دواړو اړخونو ته د مېشته وګړو سماجي او معاشي حالت يو ډول دے او څه موده وړاندې د كورونا وائرس نړيوالې وبا او د كاروباري مركزونو د بند پاتې كېدو په مهال سوداګره ورورلي زياته ځپلې شوې وه۔ ده ووئيل د پاک افغان دواړو اړخونو ته د بې وزلۍ او بې روزګارۍ ختمولو له د پولې تجارت ته وده وركول او معاشي هلې ځلې مستحكم كول مرستيال ثابتېدې شي۔ ده ووئيل په پوله روانه وضعه كښې بارډر ماركيټس جوړول او تجارتي هلو ځلو ته وده وركول به د هېواد معيشت لپاره ګټور وګرځي