نګران وزيراعلی مير علي مردان خان ډومكي سره د ايران سفير رضا اميري ملاقات

کوئټه۔ 29 نومبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير علي مردان خان ډومكي سره د شورؤ په ورځ د جمهوريه ايران سفير رضا اميري ملاقات كړے او ده سره يۍ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ د ايران سفير سره خپلو خبرو كښې د بلوچستان وزيراعلی ووئيل په پاك ايران پوله امنيت باوري كولو ٬ د وګړو تګ راتګ آسانولو او تجارت سره د پېښو مسئلو حل كولو له به ګامونه پورته كولې شي ٬ دغسې وفاق سره د اړوندو چارو په اړه به وفاقي حكومت سره خبرې كولې شي٬ ده ووئېل د بلوچستان او سيستان سوداګرو ترمينځه تجارتي رابطو ته وده وركولو او د پېښو مسئلو حل كولو له به د پلاويو تبادله كولې شي۔ ده ووئيل د ايران سفير چې د كومو مسئلو ذكر كړے د هغې حل كولو له به ګامونه پورته كولې شي۔ ملاقات څخه وروستو دواړو لارښودو يو بل سره د روايتي ډالو او سوئينر تبادله هم وكړه