پېښور 29 نومبر (اے پي پي) میډیكل او ډینټل كالجونو كښې د داخلې لپاره د شوې اېم ډي كیټ ټیسټ نتيجې د خېبر میډیكل یونیورسټي په ویب سائټ اپ لوډ كړې شوي دي ،چې له مخې ئې 6 زدكوونكو 192 لمبري اغستو سره اېم ډي كیټ ټاپ كړے دغسې 11 زدكوونكو 190 څخه زياتي لمبري اغستې دي ٬ 402 زدكوونكو د 180 نه تر 189 لمبري اخستلي دي۔ 2 زره 982 زدكوونكو 170 نه تر 179 لمبري اغستي دي۔د كے ایم یو له مخې 46 زره رجسټرډ زدكوونكو كښې 34 زره زدكوونكو په ټيسټ كښې برخه اخستي،رجسټرډ زدكوونكو كښې 11 زره 3 سو زدكوونكي په ټيسټ كښې غیر حاضر وؤ۔خېبر میډیكل یونیورسټی د سيوري لاندې صوبه كښې د اېم ډي كیټ ټیسټ په دويم ځل شوے دے ۔