تعليم يافته ځوانانوله له به د تحقيق په اړه راوړاندې كېدل او نوي ايجادات رامخې ته كول وي ۔ګورنر غلام علي

پیښور۔ 28 نومبر(اسلام اباد ) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئېلې دي تعليم يافته ځوانانوله له به د تحقيق په اړه راوړاندې كېدل او نوي ايجادات رامخې ته كول وي٬ د نړۍ د كاميابو خلقو تاريخ كه وكتلے شي نو د هغې په شا به يواځې ډیره خواري او محنت موجود وي۔په دې صدۍ كښې چې د كوم هېواد په لاسونو كښې كامياب تجارت دے هغه كاميياب هېواد دے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شهيدې بېنظير بهټو شرينګل يونيورسټۍ وړومبي كانووكېشن ته د خاص مېلمه په توګه خطاب كښې وكړه ٬ په كانووكېشن كښې وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر شهاب علي ٬ پرو وائس چانسلر عبدالخالق ٬ د فېكلټۍ غړو او د زده كوونكو هلكانو او انجونو پشمول د هغوي مور او پلار ګډون كولو ۔ ګورنر په دې مهال ګرېجوېشن كوونكو او نورو فارغ شوو زده كوونكو ته سندونه او مېډالز وركړل۔ ده په دې مهال 29 كسانو ته د سرو زرو مېډالز وركړل او د هغوي استازانو او مور و پلار له ئې مباركي وركړه ٬په دې مهال وائس چانسلر ډاكټر شهاب ګورنر ته د ادارې كليز راپورټ هم وړاندې كړو ٬ ګورنر ووئېل زه چې په كوم ځائے نن ولاړ يم دا زما د پلار نيكه كلے دے ٬ زه هم د دې خاورې فرزند يم ٬ ده ووئېل دا پوهنتون په 2009 كښې جوړ شوے دے خو دا درناوے زه تر لاسه كوم چې زده كوونكو هلكانو او انجونو ته په وړومبي كانووكېشن كښې د هغوي سندونه وركوم ٬ يا دې وي چې دا د پوهنتون وړومبے كاووكېشن ؤ ۔