تورغر 28 نومبر (اے پي پي) د تور غر ډپټی کمشنر ضیاء الرحمان مروت تورغر ضلع كښې د پوليو روان كمپائن جاج اغستو او مانیټرنګ لپاره د مختلف ځايونو دوره كړې ده ۔په دې مو قع د تور غر ډپټی کمشنر ضیاء الرحمان مروت ټرانزټ پوائنټ شګئی، فکسډ سینټر بی ایچ یو شګ، موبائل ټیم او د اړوند یوپیك او ایریا انچارج د كارونو خارنه وكړه۔ دغسې په دې مهال ډپټی کمشنر د پولیو ډلو هڅي وستائلي۔