شهباز شريف سره د ګوند لارښودو او د قامي اسمبلۍ پخوانو غړو ملاقات

لاهور 28 نومبر (اے پي پي)پخواني وزيراعظم او د پاكستان مسلم ليګ(ن)صدر محمد شهباز شريف سره د ګوند لارښودو او د قامي اسمبلۍ پخوانو غړو د نهې په ورځ ملاقات كړے دے ۔په ملاقات كوونكو كښې علي پروېز ملك٬رانا قاسم نون٬ډاكټر مظهر اقبال چوهدري او سلمان خان شامل وو۔په ملاقات كښې په تنظيمي چارو او د ټاكنو د تيارو پشمول نورو چارو هم خبرې وشوې۔په دې موقع شهباز شريف د ټاكنو تيارو لپاره د ګوند لارښودو او كاركنانو جذبه وستائېله او وې وئېل ټاكنو كښې به په زړه پورې برخه اخلو۔ده ووئيل د لوي څښتن په فضل او د اولس په باور به په ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوو او د مسلم ليګ(ن)كاميابي پاكستان د مسئلو څخه ويستلو لپاره مهمه ده۔