پېښور 28 نومبر (اے پي پي) د امریکې سفیر ډونلډ بلوم پېښور كښې د جامع كروندې منصوبې په تر سره كېدو يوه دستوره كښې ګډون وكړو۔د 13 لكهه ډالره په لګښت په 5 كلونو كښې بشپړه شوې دې پروګرام لپاره د امريكې سفارت مالی اعانت كړے۔د متبادل ترجیحي ذريعو د آمدن پروګرام څخه د 6 سوه ميرمنو پشمول درې زره 7 سوه كروند ګر مستفید شوي دي ۔ د دې پروګرام په مرسته هغوي د ښو زرعي طریقو څخه خبر كړې شوي چې له امله ئې نه يواځي هغوي د خپل آمدن زياتولو جوګه شوې بلکه نوو او متبادل فصلونو ته ئې رسنه هم ترلاسه شوي۔په دې موقع په خپله وينا كښې سفیر ډونلډ بَلوم ووئيل د دې پروګرام به ښې نتيجې رامخې ته شي چې په مرسته به ئې د ميوو ٬ سبزيانو او ګرین هاؤسز او د اوبه خور داسې نظام جوړ شي چې له امله به ئې 25 زره څخه زيات كسان مستفید شي۔ده د هغه ميرمنو كورندګرو هم ستائنه وكړه كومو چې په دې پروګرام كښې ګډون كړے دے ۔ ده ووئيل د ميرمنو ګډون نه يواځي متاثر كونكے دے بلكه د يو روښانه سباون زيرے هم دے۔