غزہ۔28نومبر(اے پی پی) قطر وئيلي دي چې دواړو اړخونو په غزه كښې په څلور ورځني سيز فائر كښې د نورو دوه ورځو په پراختيا موافقت كړے دے۔ دا پراختيا د فريقېنو ترمينځه د جمعې په ورځ د شوې لوظنامې لاندې دي نور 11 اسرائيلي وګړو خوشې كولو څخه وروستو وكړې شوه۔ د بي بي سي رپورټ لمخې اسرائيلي چارواكو وئيلي چې په خوشې كړې شويو كښی 3 كلن برغوني ماشومان٬ …
په غزه كښی څلور ورځني سيز فائر كښې د دوه نورو ورځو په پراختيا موافقت
غزہ۔28نومبر(اے پی پی) قطر وئيلي دي چې دواړو اړخونو په غزه كښې په څلور ورځني سيز فائر كښې د نورو دوه ورځو په پراختيا موافقت كړے دے۔ دا پراختيا د فريقېنو ترمينځه د جمعې په ورځ د شوې لوظنامې لاندې دي نور 11 اسرائيلي وګړو خوشې كولو څخه وروستو وكړې شوه۔ د بي بي سي رپورټ لمخې اسرائيلي چارواكو وئيلي چې په خوشې كړې شويو كښی 3 كلن برغوني ماشومان٬ د دوئي مور او نور 6 ماشومان او يوه مېرمن او د هغې ځوے شامل دے۔ قطر وئيلي چې په خوشې كړې شويو كښې فرانسيسي ٬ الماني او د ارجنټائن شهريت لرونكي كسان هم شامل دي۔ د بنديانو د خوشې كېدو تصديق څخه فوري وروستو د اسرائيلي زندان اتھارټي ووئيل چې مونږ 33 فلسطيني بنديان خوشې كړې دي۔ د قطر خارجه وزارت وياند ماجد الانصاری په ’’اېکس‘‘ جاري كړي خپل بيان كښې وئيلي چې د فریقېن ترمينځه د روانې ثالثۍ په مهال په غزه كښې نورو دوه ورځو له د بشري خواخوږۍ لاندې د سيز فائر مودې پراخا كولو لوظنامه شوې ده۔ د سپينې مانړۍ د قومي سلامتيا وياند كان كربي خبريالانو ته ووئيل چې امريكا په غزه كښې د روان سيز فائر په موده كښې د پراختيا هركلې كړې دې۔ ده ووئيل هيله لرو چې دا دمه به لا زياتولې شي او ددې انحصار به غزه څخه د يرغمل شويو په خوشې كولو وي۔ د اے اېف پی لمخې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوتیرش دا اقدام د اميد او انسانيت يو څرك ګرځولے دے۔ د المان خارجه وزير اینالینا بائربوک د يرغمل شويو خوشې كېدل خوشبين ګرځولې دي په كومو كښې چې دوه الماني ځوانان هم شامل دي۔












