نړۍ د كركې او تشدد په څير خطرو څخه په فعاله توګه ساتلو له د ميډيا كردار زيات اهم دے٬ د مسلم ورلډ ليګ عمومي سېكتر د او آئي سي او نړيوالو رسنيو فورم ته خطاب

جدہ۔27نومبر(اے پی پی) د مسلم ورلډ لیګ عمومي سېكتر او د مسلم علماﺀ كونسل تنظيم چيئرمېن شېخ ډاكټر محمد بن عبد الكريم العيسی وئيلي دي چې نړۍ د كركې او تشدد په څير خطرو څخه په فعاله توګه ساتلو له د ميډيا كردار زيات اهم دے۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه ’’ د كركې او تشدد پارولو كښې د ميډيا كردار" په سرخط د مسلم ورلډ ليګ تر اهتمام لاندې په …

جدہ۔27نومبر(اے پی پی) د مسلم ورلډ لیګ عمومي سېكتر او د مسلم علماﺀ كونسل تنظيم چيئرمېن شېخ ډاكټر محمد بن عبد الكريم العيسی وئيلي دي چې نړۍ د كركې او تشدد په څير خطرو څخه په فعاله توګه ساتلو له د ميډيا كردار زيات اهم دے۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه ’’ د كركې او تشدد پارولو كښې د ميډيا كردار” په سرخط د مسلم ورلډ ليګ تر اهتمام لاندې په 57 هېوادونو د مشتمل او آئی سی خبري ايجنسيو او د آسيا ٬ اروپا او امريكا تر ټولو مهمو نړيوالو رسنيو ادارو اجتماعي فورم دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د دې نريوال فورم پېل د اتوار په ورځ د سعودي عربستان په جده ښار كښې وشو په كوم كښې چې ګڼ شمېر وزيرانو ٬ د اسلامي او نړيوالې ميډيا لارښودو ٬ سفيرانو ٬ مذهبي سكالرانو ٬ د بشري حقونو شخصياتو او د نړيوالو تنظيمونو استازو ګډون وكړو۔ د فورم د پرانستې غونډې په پېل كښې ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی ګډون كوؤنكو ته هركلې ووې۔ ده په خپل خطاب كښې په دې خبره زور راوړو چې د فورم سرخط ” كركه او تشدد پارولو كښې د ميډيا كردار” يوه پېښه نړيواله مسئله ده۔ ده ووئيل د كركې د رجحان په مقابله كولو كښې د خوښي لرلو باوجود دې رنځ وبائي شكل اختيار كړے دے۔ ده ووئيل اجتماعی، فعال او اخلاص سره كه كار ونكړې شي نو په دې قابو موندلې كېدې نه شي۔ ده ووئيل د رب مننونكې كه هر څوك وي٬ د هغه مقام ٬ مرتبه ٬ مذهب او فرقه كه هر څه وي ټولو انسانان د يو حضرت آدم او حضرت حوا علېهما السلام اولاد دي۔ او دا ټولو په دې اعتبار سره خپلو كښې ورونړا دي۔ ده ووئيل د دې حقيقيت باوجود د انسانانو ترمينځه دښمنۍ رامخې ته شوي دي٬ دې څخه وروستو كركه او بيا جنګونه رامخې ته شول۔ له دې كبله خو اسلام دا خبره كوي چې په مذهب كښې كومه زبردستي نشته۔ ده په دې خبره زور راوړو چې زمونږ نړۍ دې خطرو څخه په فعاله توګه ساتلو كښې د ميډيا كردار ډېر مهم دے۔ ده ووئيل په غزه كښې چې په بې ګناه ماشومانو٬ مېرمنو او نورو وګړو كوم مجرمانه بريدونه كېږي هغه د ټول انسانيت په تندي داغ دے۔ ده ووئيل دا انساني تباهي د هر ژوندي ضمير په زړه كښې نقش كېږي۔ ده ووئيل د فلسطين مسئله د عرب او امت مسلمه مسئله كېدو سره سره يوه نړيواله مسئله جوړه شوې ده كومې چې د نړيوالو قراردادونو لمخې اوږدې مودې څخه حل طب دے۔ ده ووئيل د مسلم ورلډ لیګ فرېم ورک دننه د اسلامي نړۍ علماﺀ كرامو او مفكرين لخوا د فلسطيني كاز ملاتړ او په غزه كښې د روانو جرمونو په ضد مضبوطيا سره د اودرېدو هڅې وستائلې شوې۔ دې كښې هغه هڅه هم شامل ده كومه چې د سعودی عربستان مشرتابه تاريخي سرمشريزو غونډه كولو له كړې وه۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے خادم حرمین شریفین شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود ته د دوئي د هڅو اجر وركړي۔ دې څخه وروستو په ریاست فلسطی كښې د سرکاری میډیا عمومي سپروائزر، وزیر احمد الاساف ووئيل دا فورم په نازك وخت كښې كولې شي كله چې په فلسطين او په خاص توګه په غزه كښې زمونږ اولس د عامې وژنې پېښو ٬ ظلم او زياتي سره مخ دي۔ ده زياته كړه چې میډیا د دھوکې ٬ تورونو او د حق او باطل ترمينځه د جنګ خلاصه وړاندې كوي۔ ده ووئيل د فلسطینې اولس او د دوئي د خاورې په ضد د دې جارحيت پېل كېدو سره د فلسطيني بيانيې د ختمولو هڅه وكړې شوه۔ ده ووئيل صېهونی قبضې سره د جنګ حقيقت هغه وخت رامخې ته شو كله چې هغوي په دې بنياد هڅه وكړه چې فلسطين اولس نه لرونكې هېواد دے او دغسې هغوي د فلسطيني بيانيې ختمول غواړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د ميډيا حتمي مقصد د خلكو ترمينځه رواداري ٬ اصناف او د مينې كلتور خپرول دي۔ ستونزې ختمول دي او ټولنې تقسيم څخه ساتل دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې اسلامي هېوادونه دې خپلې ميډيا ادارې مضبوطې كړي۔ د فورم په موقعه د یونین ډائریکټر جنرل محمد بن عبدالربو الیامی د یونین لخوا او د کارپوریټ کمیونیکیشن اسسټنټ سیکرټری جنرل عبدالوهاب الشهری د مسلم ورلډ لیګ لخوا د همكارۍ په لړ كښې لاس ليك وكړو۔

مزید خبریں