ځوانان دې كاميابي ترلاسه كولو لپاره خپل ځان باادبه او مهذبه جوړ كړي۔ حاجي غلام علي

پېښور 27 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې ځوانان دې كاميابي ترلاسه كولو لپاره خپل ځان باادبه او مهذبه جوړ كړي۔ ده دا خبره په يونيورسټي آف چترال كښې د خپلې وېنا په مهال وكړه۔ په دې موقع د پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر ظاهر شاه، ډينز، عملے او زده كوٶنكو د ګورنر هركلے وكړو۔ په دې موقع ګورنر حاجي غلام علي د يونيورسټي آف چترال د نوي كېمپس د جوړولو پرانسته هم وكړه۔ ګورنر ته د نوي كېمپس پحقله بريفنګ هم وركړے شو