غزہ۔27نومبر(اے پی پی) اسرائيلي پوځ 7 اكتوبر څخه وروستو لوئيديزې غاړې څخه د 200 ماشومانو ٬ 80 مېرمنو او 41 خبريالانو په شمول 3,200 فلسطینیي وګړي نيولي دي۔ دا خبره الجزيره د موجوده او پخوانو فلسطيني بنديانو چارو سره د اړوند فلسطيني كمېشن شمېرو حوالې سره خپل رپورټ كښې وكړه۔ د رپورټ له مخې 7 اكتوبر څخه لوئيديزې غاړې او د مقبوضه بېت المقدس ختيزې برخه څخه د ګرفتار كړې شويو فلسطيني وګړو شمېره 3,200 ته رسېدلې ده۔ په دوي كښې 41 خبريالان شامل دي په كومو كښې چې 29 تر دې دمه په اسرائيلي زندان كښې دي۔ د رپورټ لمخې په بنديانو كښی د سوؤنو په شمېر په ژوبل حالت كښې دي كوم چې طبي مرستې ته اړتيا لري۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په دې وروستيو كښې د حماس او د اسرائيل ترمينځه د بنديانو تبادلې لوظنامې لاندې 19 كاله څخه د كم عمر په درځنونو فلسطينيان اسرائيلي زندانونو څخه خوشې كړې شوي دي۔