په ګرد هيواد كښې 5 ورځنې د پوليو مخنيوي كمپائن سبا پيل كيږي

اسلام آباد۔26نومبر(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې 5 ورځنې د پوليو مخنيوي كمپائن سبا د ګل ورځې څخه پېل كېږي۔ په خېبر پښتونخوا كښې د دې كمپائن په مهال به تر 5 كالو عمر 74 لکه څخه زياتو كوچنيانوز ته پوليو څخه د ساتلو قطرې وركولې شي۔ دې لپاره 31 زره ډلې تشكيل كړې شوي دي۔ دغسې بلوچستان لپاره 11 زره ډلې او سندھ لپاره 80 زره څخه په …

اسلام آباد۔26نومبر(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې 5 ورځنې د پوليو مخنيوي كمپائن سبا د ګل ورځې څخه پېل كېږي۔ په خېبر پښتونخوا كښې د دې كمپائن په مهال به تر 5 كالو عمر 74 لکه څخه زياتو كوچنيانوز ته پوليو څخه د ساتلو قطرې وركولې شي۔ دې لپاره 31 زره ډلې تشكيل كړې شوي دي۔ دغسې بلوچستان لپاره 11 زره ډلې او سندھ لپاره 80 زره څخه په زيات پوليو وركرز مشتملې ډلې تشكيل كړې شوي دي۔ د سندھ په 30 ضلعو كښې به يو كروړ څخه زياتو ماشومانو ته قطرې وركولې شي۔ د سندھ چيف سېكتر د روغتيا څانګې ته په ټولو رېلوے سټېشنونو او بس اډو هم ماشومانو ته د قطرو وركول باوري كولو هدايت كړے دے۔ دغسې پوليو ډلې دې د افغان كډوالو په كېمپونو او نورو اولسي ځايونو كښې موجود ماشومانو ته هم د پوليو قطرې وركول باوري كړي۔

مزید خبریں