19 مه سعودي الوتكه غزه لپاره مصر ته روانه شوه

ریاض۔26نومبر(اے پی پی) د سعودي عربستان لخوا 19 مه الوتكه غزه لپاره د روان اولسي عطياتو كمپائن لاندې مصر ته روانه شوې ده۔ د عرب خپرونو لمخې رياض څخه د مصر ابو عرېش ايئرپورټ لپاره روانه كړې شوې دې الوتكه كښې 36 ټنه سامان موجود دے۔ په الوتكه كښې د خوراك سامان سره سره طبي سامان ٬ كمبل ٬ خېمې او سليپنګ بېګز موجود دي۔ د بشري مرستې کنګ سلمان سېنټر لخوا د غزه ځپليو له د ضروري څيزونو زر تر زره لېږلو سمندري كمپائن هم پېل كړے شوے دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د خادم حرمېن شريفېن او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په هدايت د اولسي عطياتو كمپائن روان دے۔