پېښور ۔ 25 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی د خالي په ورځ د خېبر کالج آف ډینټسټری پېښور كلن کانووکېشن 2023 كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په کانووکېشن كښې روغتيا لپاره د خېبر پښتونخوا د اعلی وزير صلاكار ډاکټر ریاض انور، وائس چانسلر خېبر میډیکل یونیورسټی پروفېسر ډاکټر ضیاء الحق، ډین خېبر کالج آف ډینټسټری پروفېسر ډاکټر سید ناصر شاہ، افغان …
د ګورنر حاجی غلام علی د خيبر کالج آف ډینټسټری كلن کانووکيشن 2023 كښې ګډون

مزید خبریں
پېښور ۔ 25 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی د خالي په ورځ د خېبر کالج آف ډینټسټری پېښور كلن کانووکېشن 2023 كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په کانووکېشن كښې روغتيا لپاره د خېبر پښتونخوا د اعلی وزير صلاكار ډاکټر ریاض انور، وائس چانسلر خېبر میډیکل یونیورسټی پروفېسر ډاکټر ضیاء الحق، ډین خېبر کالج آف ډینټسټری پروفېسر ډاکټر سید ناصر شاہ، افغان قونصل جنرل حافظ محب اللہ شاکر، فېكلټي غړو او زده كوؤنكو ګډون وكړو۔ ګورنر په کانووکېشن كښې د سېشن 2019-22 بیچلر آف ډینټسټری زده كړې ترسره كوؤنكو 170 زده كوؤنكو هلكانو او انجونو ته ډګرۍ او غوره پوزيشن ترلاسه كوؤنكو 108 زده كوؤنكو ته ګولډ میډلز وركړل۔ ګورنر كاميابي ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو ٬ د هغوي مور او پلار او فېكلټي غړو ته مباركي وركړه۔ په دستوره كښی د خېبر کالج آف ډینټسټری ډين پروفیسر ډاکټر سید ناصر شاہ ګورنر ته د ادارې كلن رپورټ وړاندې كړو۔











