
بيجنګ 24 نومبر (اے پي پي) د چين خارجه وزارت وياند ماٶ ننګ وئيلي دي چين به په ورلډ کلائميټ ايکشن سمټ كښې ګډون كوي۔ د چين ميډيا رپورټس له مخې يو پرېس کنفرنس كښې په يو اے اي كښې كېدونكې ورلډ کلائميټ ايکشن سمټ كښې د چين ګډون پحقله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د متحدہ عرب امارات صدر د چين خپل همڅنګ شي جن پنګ ته د مشرانو په غونډه كښې ګدون لپاره يو شمېر چيټۍ كړې دي۔ وياند ووئيل د موسماتي بدلون فعاله مخنيوے او د چين او عرب هېوادونو ترمېنځه روايتي دوستي مستحكمولو لپاره به نائب وزيراعظم ډنګ شيئے شيانګ د صدر شي جن پنګ د خاص نمائنده په حېث د مشرانو غونډه كښې ګډون كوي٬ چين به د موسمياتي بدلون د کنونشن مېکانزم نظام ، اصول و مقاصد او د عمومي اسمبلۍ په موضوع “يووالې٬ عمل او نفاذ” له هڅه كوي دغسې چې پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته د ورمخې ته مسئلې او ستونزې به سنجيدګۍ سره حل كړې شي او د پېرس لوظنامې بشپړه او موثره نفاذ ته وده وركړې شي۔ د مشرانو غونډې په مهال به د ” جي 77 او چين” مشرانو غونډه هم كېږي۔