ریاض ۔23 نومبر(اے پی پی) د سعودي عربستان اولنۍ بحري بېړۍ د غزه ځپليو له د مرستې يو زر ټن سامان سره سينا بندر ځائے ته رسېدلې ده۔ د سعودي خبري اژانس له مخې د خادم حرمېن الشریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان په خصوصي هدايت د غزه ځپليو لپاره د تېرې اونۍ څخه د بحري مرستې كمپائن پېل كړے شوے ؤ چې له مخې يۍ اولنۍ بحري بېړۍ يو زر ټن د مرستې سامان سره د جدې بندر ځاے څخه روانه شوې وه۔ دې څخه وړاندې د غزه ځپليو لپاره د سعودی عربستان لخوا د فضائي مرستې كمپائن پېل كړے شوے ؤ۔ په دې لړ كښې تر دې دمه 12 څخه زياتې الوتكې د مصر العريش ايئرپورټ ته رسېدلي د كومو د لارې چې د مرستې څو ټنه سامان د غزه ځپليو له روان كړے شوے ؤ