د اسرائيل او حماس ترمينځه د دايمي جنګ بندۍ نه كيدو په نتيجه كښې د غزه جنګ خپريدې شي ٬ ايران

بېروت۔23نومبر(اے پی پی) ایران خبردارې ورکړې چې که د اسرائیلو او حماس تر منځ دایمي جنګ بندي ونه ‎شي نو خطر دے چې د غزې جنګ پراخا شي۔ فرانسيسي خبري آژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت حوالې سره وئيلي چې د ايران خارجه وزير حسېن امیر عبد الهیان تېره ورځ په یوه مرکه کښې ووئیل چې که په دایمي توګه جنګ بندي ونكړې شي نو د منطقه وضعه به هغسې پاتې نه شي كومه چې د جنګ بندۍ څخه وړاندې ده۔ ده ووئيل مونږ نه غواړو چې د جنګ دائره پراخه شي، که د جنګ شدت سوا كېږي نو د خپرېدو امكان ښكاره دے۔