باجوړ 22 نومبر(اے پی پی)د باجوړ ضلعې په خار تحصيل كښې ريموټ كنټرول بمي چاودنه كښې يو كس مړ شوے دے ۔د پوليس او رېسكيو 1122 چارواكو له مخې چاودنه د خار تحصيل په پيشتو سيمه كښې په يو ګاډي شوې۔چارواكو له مخې ريموټ كنټرول بمي چاودنې څخه په ګاډي كښې موجود سبز علي خالد د پلار نوم يې مرسلين خان نومې كس په موقع په حق رسېدلے دے ۔چارواكو …
باجوړ٬خار تحصيل كښې ريموټ كنټرول بمي چاودنه٬يو كس مړ

مزید خبریں
باجوړ 22 نومبر(اے پی پی)د باجوړ ضلعې په خار تحصيل كښې ريموټ كنټرول بمي چاودنه كښې يو كس مړ شوے دے ۔د پوليس او رېسكيو 1122 چارواكو له مخې چاودنه د خار تحصيل په پيشتو سيمه كښې په يو ګاډي شوې۔چارواكو له مخې ريموټ كنټرول بمي چاودنې څخه په ګاډي كښې موجود سبز علي خالد د پلار نوم يې مرسلين خان نومې كس په موقع په حق رسېدلے دے ۔چارواكو له مخې د چاودنې له امله ګاډې په مكمل توګه تباه شوے ۔د خار پوليس اسټېشن اېس اېچ او نياز خان خبريالانو ته وئېلي دي چې د چاودنې پلټنې پیل كړې شوي او د تورونو نيولو لپاره هڅې روانې دي٬تراوسه كوم كس د چاودنې ذمه واري نه ده اغستې ۔











