د خېبرپښتونخوا ګونرر حاجي غلام علي سره د بشري حقونو وفاق وزير خليل جارج ملاقات

پېښور 22 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د بشري حقونو لنډ مهاله وفاقي وزير خليل جارج په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے دے ۔ده په ملاقات كښې د صوبې په مجموعي حالات په خاص توګه د بشري حقونو په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړی ده ۔ ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا پشمول د ټول هېواد څخه د افغان كډوالو په عزت سره بېرته تللو كښې د بشري …

پېښور 22 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د بشري حقونو لنډ مهاله وفاقي وزير خليل جارج په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے دے ۔ده په ملاقات كښې د صوبې په مجموعي حالات په خاص توګه د بشري حقونو په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړی ده ۔ ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا پشمول د ټول هېواد څخه د افغان كډوالو په عزت سره بېرته تللو كښې د بشري حقونو ټولو تقاضو پوره كولو په اړه هم خبرې وشوې۔په ملاقات كښې د بشري حقونو تحفظ په اړه په قانوني چارو او حكومتي پالېسيو او په حكومتي اقدامات هم بحث وشو۔

مزید خبریں