پېښور22 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی جسټس(ر)سيد ارشد حسېن شاه په مشرۍ كښې د پيډو پالېسۍ بورډ غونډه وشوه چې پكښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ صوبائي وزير او د توان لپاره د وزيراعلٰی خاص مرستيال نه علاوه چيف سېكرټري٬اېډېشنل چيف سېكرټري٬د توان سېكرټري او نورو اړوند چارواكو ګډون وكړو۔په دې موقع وزيراعلٰی اړوندو چارواكو ته د لږ نه به لږ وخت كښې زياتې نه زياته برېښنا پېدا كولو له د …
د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی جستس (ر) ارشد حسېن په مشرۍ كښې د پيډو پالېسۍ بورډ غونډه٬د پن برېښنا په پروژو كار كښې د تندۍ راوستلو سپارښتنه

مزید خبریں
پېښور22 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی جسټس(ر)سيد ارشد حسېن شاه په مشرۍ كښې د پيډو پالېسۍ بورډ غونډه وشوه چې پكښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ صوبائي وزير او د توان لپاره د وزيراعلٰی خاص مرستيال نه علاوه چيف سېكرټري٬اېډېشنل چيف سېكرټري٬د توان سېكرټري او نورو اړوند چارواكو ګډون وكړو۔په دې موقع وزيراعلٰی اړوندو چارواكو ته د لږ نه به لږ وخت كښې زياتې نه زياته برېښنا پېدا كولو له د سمدستي پلان وركولو هدايت وكړو۔ده ووئيل قدرت صوبې ته بې شمېره وسائل وركړي دې څخه استفاده كولو ته ضرورت دے٬دې مقصد لپاره دې د توان محكمه شپه ورځ كار وكړيده ووئېل ٬صوبې ته د برېښنا پیداوار كښې خپلواكه جوړولو لپاره په بېړني بنيادونو د كار كولو ضرورت دے٬د پن برېښنا په روانو پروژو د كار رفتار دې تند كړے شي٬ ده ووئېل راتلونكو څو مياشتو كښې په دې لړ كښې ځانګړی پېشرفت باوري شي٬د پن بجلي ګهرو څخه نه يواځې صوبه كښې د برېښنا ضروريات پوره كولې شي بلكې دلته صنعتونو ته هم پرمختګ وركولې شي٬ځايې صنعتونو ته ارزانه برېښنا وركولو سره د خلقو لپاره د روزګار موقعې هم پیدا كېدې شي٬ ده امر وكړوچې نورو صنعتونو له د ځايې برېښنا رسنې لپاره په وهيلنګ ماډل كار تند كړئ۔غونډې ته د پيډو سي اي او او ايګزېكټو كمېټۍ غړو لپاره په مجوزه سروس رولز هم بريفنګ وركړو۔مجوزه سروس رولز ته حتمي شكل وركولو لپاره د توان لپاره د وزيراعلٰی صلاحكار په مشرۍ كښې كمېټۍ جوړه كړې شوې كومه به چې په دوو اوونيو كښې دننه مجوزه سروس رولز ته حتمي شكل وركوي او منظورۍ لپاره به وړاندې كوي۔











