رام اللہ ۔22 نومبر(اے پی پی) د فلسطین اتھارټي صدر محمود عباس د اسرائیل او حماس ترمينځه د بنديوانو تبادلې او د څو ورځو جنګ بندۍ لپاره د شوې لوظنامې ستائنه كولو سره د فلسطين مسئلې د تلپاتي حل او د فلسطين او اسرائيل ترمينځه د روانې شخړې ختمولو په حاجت زور راوړے دے۔ په رام الله كښې اتھارټي هېډ كوارټر څخه په جاري كړي يو بيان كښې وئيلې شوي …
د فلسطين صدر د اسرائيل او حماس د جنګ بندۍ لوظنامه خوشبينه وګرځوله
رام اللہ ۔22 نومبر(اے پی پی) د فلسطین اتھارټي صدر محمود عباس د اسرائیل او حماس ترمينځه د بنديوانو تبادلې او د څو ورځو جنګ بندۍ لپاره د شوې لوظنامې ستائنه كولو سره د فلسطين مسئلې د تلپاتي حل او د فلسطين او اسرائيل ترمينځه د روانې شخړې ختمولو په حاجت زور راوړے دے۔ په رام الله كښې اتھارټي هېډ كوارټر څخه په جاري كړي يو بيان كښې وئيلې شوي مونږ د دې لوظنامې ستائنه كوؤ كومه چې د مصر او قطر په هڅو سره ممكن شوې ۔ ده ووئيل اتھارټي اسرائيل سره په جنګ بندۍ كښې د پراختيا سره سره د نړيوال قوانين له مخې د فلسطين مسئلې سياسي حل غوښتنه هم كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د اسرائیل او حماس ترمينځه د تېرو 40 ورځو څخه روان جنګ كښې په اولني ځل د څلورو ورځو د جنګ بندۍ لوظنامه شوې ۔ د دې لوظنامې په نتيجه كښې به حماس 50 اسرائيلي بنديوان او په بدل كښې به ئې څو چنده زيات بنديوانان د اسرائيلي زندانونو څخه خوشې كولې شي۔











