غزہ ۔22 نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونيسيف وياند ټوبي فلكر وئيلي دي په اسرائيلي جنګ كښې تر دې دمه 8 لكه ماشومان بې دركه شوي دي۔ عرب ټي وي الجزيره سره خبرو كښې ده ووئيل 800,000 څخه زيات ماشومان له خپلو كورونو څخه بې دركه شوي دي او د پناه ځايونو كښې په سختو ماحولياتي ستونزو كښې ژوند كوي۔ ده ووئيل غزه ته راتلونكې مرسته …
د اسرائيل په جنګ كښې د غزه 8 لكه ماشومان بې كوره شوي ٬ يونيسيف
غزہ ۔22 نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونيسيف وياند ټوبي فلكر وئيلي دي په اسرائيلي جنګ كښې تر دې دمه 8 لكه ماشومان بې دركه شوي دي۔ عرب ټي وي الجزيره سره خبرو كښې ده ووئيل 800,000 څخه زيات ماشومان له خپلو كورونو څخه بې دركه شوي دي او د پناه ځايونو كښې په سختو ماحولياتي ستونزو كښې ژوند كوي۔ ده ووئيل غزه ته راتلونكې مرسته ډېره كمه ده او یونیسیف د سوئيلي برخې روغتونونو ته د طبي سامان رسولو څخه عاجز شوے دے۔ ده دا خبره په ډاګه كړه چې یونیسیف سره دا مهال په غزه كښې 5 كاله څخه د كم عمر 340,000 ماشومان موجود دي او هغوي دا مهال سخت غذائي كمي سره مخ دي۔ دغس ېیونیسیف د ماشومانو تحفظ او مرستې له په غزه كښې په بشري بنيادونو جنګ بندۍ لپاره خپلې غوښتنې تكرار كړي دي











