موغادﺀشو۔22نومبر (اے پی پی) په صوماليه كښې د سېلاب د لاسه د مړو شمېره 53 ته رسېدلې ده۔ د ترك خبر رسنې ادارې له مخې د صوماليه د بېړنيو حالاتو ادارې صدر محمد معالين عبد الله وئيلي دي د بارانونو او سېلابونو د لاسه د مړو شمېره 53 ته رسېدلې او 15 لكه كسان ځپلې شوي دي۔ د سېلاب د لاسه 5 زره كورنه ويجاړ شوي هم دي۔ دا خبره …
صوماليه كښې د سېلاب د لاسه د مړو شمېره 53 ته ورسېده
موغادﺀشو۔22نومبر (اے پی پی) په صوماليه كښې د سېلاب د لاسه د مړو شمېره 53 ته رسېدلې ده۔ د ترك خبر رسنې ادارې له مخې د صوماليه د بېړنيو حالاتو ادارې صدر محمد معالين عبد الله وئيلي دي د بارانونو او سېلابونو د لاسه د مړو شمېره 53 ته رسېدلې او 15 لكه كسان ځپلې شوي دي۔ د سېلاب د لاسه 5 زره كورنه ويجاړ شوي هم دي۔ دا خبره دې ياده وي د موسمياتي بدلون له امله صوماليه او كينيا زيات ځپلے كېږي۔ دې څخه وړاندې په كينيا كښې هم اولس د زياتو بارانونو په اړه خبر كړے شوے ؤ او د صوماليه په ځينو برخو كښې بېړنې حالت په نافذ كړے شوے ؤ











