مېكسيكو كښې ترافيكي پېښه – 5 كسان مړه ٬ 56 ژوبل شول

میکسیکو سټی ۔22نومبر(اے پی پی) په میکسیکو كښې د يو بس پیښې سره د مخ كېدو په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 56 ژوبل شوي دي۔ د چینائي رسنيو له مخې د میکسیکو په خليجي ساحلي رياست ویراکروز كښې يو د سېلګرو بس په هائي وے د اپوټه كېدو له امله لږ تر لږه 5 كسان مړه او 56 ژوبل شوي دي۔ د ریاستی سول پروټېکشن سېکرټرېټ له مخې …

میکسیکو سټی ۔22نومبر(اے پی پی) په میکسیکو كښې د يو بس پیښې سره د مخ كېدو په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 56 ژوبل شوي دي۔ د چینائي رسنيو له مخې د میکسیکو په خليجي ساحلي رياست ویراکروز كښې يو د سېلګرو بس په هائي وے د اپوټه كېدو له امله لږ تر لږه 5 كسان مړه او 56 ژوبل شوي دي۔ د ریاستی سول پروټېکشن سېکرټرېټ له مخې يو ډبل ډیکر بس د پل لاندې ستنې سره ټكر شوے۔ بلخوا د مرستې ډلو د پېښې ځايې ته رسېدو سره ژوبل شوي نزدې روغتونونو ته منتقل كړي دي۔