خیبرپختونخوا كښې په وړومبي ځل د نر ښځيو پولیس كښې د تعیناتۍ او په تھاڼو كښې د خاص ډیسک جوړولو پرېكړه

پېښور۔ 22 نومبر (اے پی پی)په خیبرپختونخوا كښې په وړومبي ځل د نر ښځيو پولیس كښې د تعیناتۍ او تھاڼو كښې د خصوصي ډیسک جوړولو پرېكړه شوې ده ۔پیښور كښې د نر ښځيو کمیونټي مسائل حل کولو لپاره وړومبے ټرانس ډیسک په ګلبہار پولیس اسټیشن كښې جوړ كړے شوےچرته به چې لوستے خواجه سرا تعیناتولے شي ۔ په ډیسک تعیناتۍ لپاره د پیښور پولیس د نر ښځيو ایسوسي ایشن نه …

پېښور۔ 22 نومبر (اے پی پی)په خیبرپختونخوا كښې په وړومبي ځل د نر ښځيو پولیس كښې د تعیناتۍ او تھاڼو كښې د خصوصي ډیسک جوړولو پرېكړه شوې ده ۔پیښور كښې د نر ښځيو کمیونټي مسائل حل کولو لپاره وړومبے ټرانس ډیسک په ګلبہار پولیس اسټیشن كښې جوړ كړے شوےچرته به چې لوستے خواجه سرا تعیناتولے شي ۔ په ډیسک تعیناتۍ لپاره د پیښور پولیس د نر ښځيو ایسوسي ایشن نه 3 نامې غوښتې دي د چا د ویرې فیکیشن نه وروستو به چې په روانه اونۍ پیښور كښې په وړومبي ځل د تھاڼې په سطح نر ښځيو ته د پیښو چلینجونو ، امنيتي صورتحال ، د ایف آئي آر اندارج لپاره به خواجه سرا د معاون په توګه تعیناتي کولې شي ۔ ایس ایس پي آپریشنز کاشف آفتاب عباسي د ابلاغ ذرائعو ته وئېلي دي دا د نر ښځيو د کمیونټي يو زړه غوښتنه وه د كومې چې منظوري وركړې شوې ۔ دغسې په ضلعي سطح د نر ښځيو د تحفظ لپاره يوه کمیټي هم بحال کړې شوې ۔ په دې كښې به 6 غړي شامل وي او مشري به ئې ایس ایس پي آپریشنز کوي او په نورو غړو كښې به ایس پي سکیورټي ، ایس پی فقیر اباد شامل وي ۔ په ډسټرک کمیټۍ كښې د دوي 2 نمائندګان هم شامل كړے شوي ۔د ټرانس کمیونټي خیبرپختونخوا صدر آرزو وئېلي دي د 2013 نه تر اوسه صوبه كښې د 100 نه زيات خواجه سرا قتل شوي او په ټرانسجینډر د تشدد پیښې لا زياتيږي

مزید خبریں