د اسرائيل او حماس ترمينځه د څلور ورځنۍ جنګ بندۍ او د بنديانو تبادلې لوظنامه وشوه

تل ابیب۔22نومبر(اے پی پی) د اسرائيل او حماس ترمينځه د څلور ورځنۍ جنګ بندۍ او د بنديانو د تبادلې لوظنامه شوې ده۔ د روسي ورځپاڼې رشيا ټوډے د راپور له مخې اسرائيلي كابينې د دې لوظنامې منظوري وركړې ده او اسرائیلی وسله وال پوځ ٬ خفيه ادارو موساد او شين بيت هم د دې ملاتړ كړے دے۔ د لوظنامې له مخې د څلو ورځو جنګ بندۍ په مهال به د …

تل ابیب۔22نومبر(اے پی پی) د اسرائيل او حماس ترمينځه د څلور ورځنۍ جنګ بندۍ او د بنديانو د تبادلې لوظنامه شوې ده۔ د روسي ورځپاڼې رشيا ټوډے د راپور له مخې اسرائيلي كابينې د دې لوظنامې منظوري وركړې ده او اسرائیلی وسله وال پوځ ٬ خفيه ادارو موساد او شين بيت هم د دې ملاتړ كړے دے۔ د لوظنامې له مخې د څلو ورځو جنګ بندۍ په مهال به د حماس لخوا يرغمل شوې اسرائيلي پوځيانو او عامو وګړو كښې نزدې 50 خوشې كولې شي او د حماس لخوا د نورو اسرائيلو خوشې كولو په صورت كښې به د جنګ بندۍ موده لا پراخا كولې شي۔ د لوظنامې لمخې د حماس لخوا د هر لس اسرائيلي وګړو د خوشې كولو په صورت كښې به جنګ بندۍ كښی د يوې ورځې پراختيا كولې شي۔ روسي ورځپاڼې د اسرائيلي رسنيو راپور حوالې سره وئيلي چې اسرائیلی حکومت به په فوري توګه حماس سره د تبادلې لمخې د خوشې كېدونكو نزدې يو نيم سل فلسطيني بنديانو فهرست جاري كړي د كومو د خوشې كولو په ضد به چې اسرائيلي وګړو ته د اپيل كولو اجازه وركولې شي۔ په دې فلسطيني بنديانو كښې زياتره مېرمنې او ماشومان شامل دي په كومو چې د كوم اسرائيلي وګړي د وژل تور نه دے لګولے شوے۔ هيله ده چې د لوظنامې لمخې به د بنديانو د خوشې كولو پېل سبا زيارت ورځې څخه وكړې شي۔ په اسرائیلی کابینه كښې ووټنګ څخه وړاندې وزیر اعظم بنجمن نیتن یاهو وزيرانو ته ووئيل چې لوظنامه قبلول يوه ګرانه خو سمه پرېكړه ده۔ ده ددې عزم څرګندونه وكړه چې د دې عارضي جنګ بندۍ څخه وروستو به حماس سره جنګ روان ساتلے شي۔ د اسرائیلی کابینې غونډې څخه څو ساعته وړاندې د حماس لارښود اسماعيل هانيه اسرائيل سره د جنګ بندۍ لوظنامې ته د نزدې كېدو تصديق كړے وو۔ دغسې جوبائيډن خبريالانو ته وئيلي وو چې ټول فريق لوظنامې ته نزدې شوي دي۔

مزید خبریں