د پاكستان او ايران دوه اړخيزه تجارت او اړيكو ته به لا وده وركول وي ٬ د ايراني سفير ډاكټر رضا امير مقدم

کراچی۔ 21 نومبر (اے پی پی) د ايران سفير ډاكټر رضا اميري مقدم وئيلي دي د پاكستان او ايران ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت او اړيكې زياتول د وخت ضرورت دے، ايران غواړي چې د اسلامي هېوادونو سره خپله ټېكنالوجي شريكه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان كونسل آف فارن ريليشنز تر اهتمام لاندې د پاكستان ايران اړيكو ٬ حال او سباؤن په سرخط دستورې ته خطاب او …

کراچی۔ 21 نومبر (اے پی پی) د ايران سفير ډاكټر رضا اميري مقدم وئيلي دي د پاكستان او ايران ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت او اړيكې زياتول د وخت ضرورت دے، ايران غواړي چې د اسلامي هېوادونو سره خپله ټېكنالوجي شريكه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان كونسل آف فارن ريليشنز تر اهتمام لاندې د پاكستان ايران اړيكو ٬ حال او سباؤن په سرخط دستورې ته خطاب او ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ د ده وېنا وه چې کله ایران د وړومبي ځل لپاره خپله ډرون الوتکه جوړه کړه نو ورپسې خندا وكړې شوه٬ دا وئیل کېدل چې دا فوټو شاپ دے، نن زمونږ د ايراني ډرونز عصري ټېكنالوجۍ نړۍ حېرانه كړې ده٬ ده ووئېل ایران خپله ټوله ټیکنالوجي له اسلامي هیوادونو سره ګډولو لپاره چمتو دے۔ د ایران سفیر ووئیل ایران او پاکستان يو بل سره د ژبې او کلتور په اساس ژور تړون لري٬ د ایران او پاکستان تر منځ په سوداګریزو او اقتصادي برخو کښې د همکارۍ پراخه موقعې شته ٬ د روډ نېټ وركس دواړه هېوادونه د ختيز او لوئيديز ترمينځه د پل كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئېل د کراچۍ بندر ځاے، ګوادر بندرځاے او چابهار بندر ځاے د دوه اړخیزو همکاریو بلها فرصتونه لري۔ ده ووئيل د سي پېك په پروژو كښې هم د ګډون امکان شته۔ ده وويئل د پاکستان او ایران د اړیکو په اړه د څېړنیز مرکز جوړول ډېر ضروري دي كوم چې د ستونزو د حل په لړ كښې څېړنه وكړي او وړاندېزونه وركړي. ده ووئيل پاکستان د توان په بحران قابو موندلو له د ايران څخه استفاده كولې شي۔ وروستو ميډيا سره خبرو كښی ده ووئيل نړۍ ته د اسرائيل ظلم زيات معلوم شوے ٬ اوس د اسرائيل دننه هم د صېهوني رجيم او حكومت او نيتن ياهو په ضد لاريونونه ويستلے كېږي۔ ده وئيل مونږ له د ډېرې مودې نه په اسلامي نړۍ زور راوړو چې يو شريك قوت دے رامخې ته كړے شي۔

مزید خبریں