دوحه ۔21 نومبر ( اے پي پي) د نړيوال تنظيم رېډ كراس صدر مير جانا سپولجارك د حماس مشر اسماعيل هانيه سره ملاقات كړے دے ۔ د سعودي عرب ابلاغ زريعو تر مخه د انټر نېشنل كمېټي اف رېډ كراس (ائي سي ار سي) د اړخه جاري بيان كښې وئېلې شوي دي چې مير جانا سپو لجارك د اسرائيل او غزه د روان جنګ څخه راپېدا شوو بشري مسائلو پېشرفت …
د رېډ كراس صدر د حماس مشر اسماعيل هانيه سره ملاقات

مزید خبریں
دوحه ۔21 نومبر ( اے پي پي) د نړيوال تنظيم رېډ كراس صدر مير جانا سپولجارك د حماس مشر اسماعيل هانيه سره ملاقات كړے دے ۔ د سعودي عرب ابلاغ زريعو تر مخه د انټر نېشنل كمېټي اف رېډ كراس (ائي سي ار سي) د اړخه جاري بيان كښې وئېلې شوي دي چې مير جانا سپو لجارك د اسرائيل او غزه د روان جنګ څخه راپېدا شوو بشري مسائلو پېشرفت لپاره د حماس پولېټېكل بېورو مشر اسماعيل هانيه سره په قطر كښې ملاقات كړے دے ٬ دغسې هغه د قطر چارواكو سره هم جلا جلا ملاقاتونه كړې دي۔ائي سي ار سي په دې خبره زور راوړے چې د مير جانا سپو لجارك دوره د هغه هلو ځلو برخه ده د كومو تر مخه چې د نړيوالو بشري قوانين غوره پاسدارۍ لپاره د ټولو ډلو سره نېغ په نېغه خبرې روانې دي ۔ د ائي سي ار سي د اړخه په جاري بيان كښې وئېلي شوي مير جانا سپو لجاك په تېرو اوونيو كښې د نيولے شوو بنديوانو د كورنيو نه علاوه د اسرائيل او فلسطين اعلې چارواكو سره هم ملاقاتونه كړي دي








