کراچۍ 20 نومبر (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټي چیئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي د ماشومانو نړيواله ورځ د نړۍ څخه غوښتنه كوي چې په غزه كښې د ماشومانو په ضد روان ظلمونه په سمدستي توګه بند كړي،غزه كښې هر 10 دقيقو كښې يو ماشوم د اسرائیل د بارودو ښكار كېږي،د ماشومانو دا ډول قتلول د بربریت يو غلیظ شکل دے، د فلسطین په ماشومانو په روانو ظلمونو …
د فلسطین په ماشومانو په روانو ظلمونو به انسانیت عمر له شرمنده وي۔بلاول بھټو زرداري

مزید خبریں
کراچۍ 20 نومبر (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټي چیئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي د ماشومانو نړيواله ورځ د نړۍ څخه غوښتنه كوي چې په غزه كښې د ماشومانو په ضد روان ظلمونه په سمدستي توګه بند كړي،غزه كښې هر 10 دقيقو كښې يو ماشوم د اسرائیل د بارودو ښكار كېږي،د ماشومانو دا ډول قتلول د بربریت يو غلیظ شکل دے، د فلسطین په ماشومانو په روانو ظلمونو به انسانیت عمر له شرمنده وي،دعا غواړو چې د پاکستان پشمول د ټولې نړۍ د ماشومان سباؤن امن، مينې او سوكالۍ څخه ډك وي،د هېواد په وسائلو تر ټولو وړومبے حق د ماشومانو وي،زمونږ بچي د پاكستان تر ټولو قيمتي خزانه او روښانه سباؤن دے ۔بلاول هاؤس میډیا سیل د اړخه جاري شوې بيان له مخې بلاول بھټو زرداري د ماشومانو نړيوالي ورځ په موقع خپل پیغام كښې وئيلي دي د ټاكنو نه پس راتلونكې حكومت به د پي پي پي وي او په دغه حكومت كښې به د ماشومانو تعليم ٬ صحت او تحفظ ته خاص پام لرنه كولې شي او په دې اړه به زياته سرمايه كاري كولې شي، ده ووئېل پیپلز پارټي عمر له د ماشومانو تحفظ او ښېګړې لپاره انقلابی اقدامات كړي۔بلاول بھټو زرداري ووئيل د شهید بھټو د 1973 آئین ماشومانو له د ټولو حقونو ضمانت وركوي،شهیدي بینظیر بھټو د پاکستان ماشومان د پولیو په شان ناوړه رنز څخه بچ كولو لپاره ویکسی نېشن پروګرام معارفي كړے ؤ ۔ده ووئيل بینظیر انکم سپورټ پروګرام د هېواد د غريبو ميرمنو لپاره د پخواني صدر آصف علی زرداري ډالۍ ده ،’بینظیر وسیله تعلیم’ او ‘بینظیر نشونما’ په شان اجزاء هم د بینظیر انکم سپورټ پروګرام برخې دي۔











