ملګري ملتونه 17 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د پاكستان لخوا وړاندې كړے شوے قرارداد د ووټنګ نه غېر په يوه خله منظور كړے دے چې پكښې ھغه اولس ته د خپلواكۍ حق د اصولي عزم تجديد شوے كوم چې تر اوسه هم د نوآبادياتي٬ د غېر ملكي قبضې ښكار دي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اکرم د سماجي، بشري او كلتوري …
ملګري ملتونه٬ د عمومي اسمبلۍ تهرډ كمېټۍ د نوآبادياتي٬ د غېر ملكي قبضې ښكار اولس د خپلواكۍ حق د اصولي عزم تجديد لپاره د پاكستان قرارداد په يوه خله منظور كړو
ملګري ملتونه 17 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د پاكستان لخوا وړاندې كړے شوے قرارداد د ووټنګ نه غېر په يوه خله منظور كړے دے چې پكښې ھغه اولس ته د خپلواكۍ حق د اصولي عزم تجديد شوے كوم چې تر اوسه هم د نوآبادياتي٬ د غېر ملكي قبضې ښكار دي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اکرم د سماجي، بشري او كلتوري مسئلو پحقله د عمومي اسمبلۍ په تهرډ كمېټۍ كښې د 64 هېوادونو په مرسته قرارداد وړاندې كړو كوم چې د ووټنګ نه غېر په متفقه توګه منظور كړے شو۔ پاكستان په ملګرو ملتونو كښې د كال 1981 څخه د دې قرارداد سرپرستي كوي چې پكښې د نړۍ پام ھغه اولس په خاص توګه فلسطين او د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير اولس پلو ګرځوي څوك چې اوس هم د خپلواكۍ د ناقابل تنسيخ حق ترلاسه كولو لپاره هلې ځلې كوي۔ هيله ده چې د قرارداد متن به راتلونكې مياشت عمومي اسمبلۍ كښې منظورۍ لپاره وړاندې كړے شي۔










