د خېبر پښتونخوا په 43 كېمپونو كښې 3 لکه 97 زره څخه زيات افغان كډوال پاتې كېږي٬ د داخله محكمې راپور

پېښور ۔ 16 نومبر (اے پی پی) د پېښور په شمول د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د افغان كډوالو 43 کېمپونه موجود دي۔ په پېښور كښی د افغان كډوالو تر ټولو زيات 7 كېمپونه دي او په افغان كېمپونو كښی 3 لکه97 زره 369 كسان پاتې كېږي۔ د داخله څانګې راپور له مخې په چارسده او هنګو كښې 3,3، كوهاټ كښې 5، مردان او صوابۍ كښې 2 کېمپونه …

پېښور ۔ 16 نومبر (اے پی پی) د پېښور په شمول د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د افغان كډوالو 43 کېمپونه موجود دي۔ په پېښور كښی د افغان كډوالو تر ټولو زيات 7 كېمپونه دي او په افغان كېمپونو كښی 3 لکه97 زره 369 كسان پاتې كېږي۔ د داخله څانګې راپور له مخې په چارسده او هنګو كښې 3,3، كوهاټ كښې 5، مردان او صوابۍ كښې 2 کېمپونه موجود دي٬ په بونېر،چترال،بنوں،ټانک،ډی آئی خان او لکی كښې يو ،دیر، مانسهرہ او هری پور كښی 3،3 افغان كېمپونه موجود دي۔ رپورټ له مخې د پېښور په 7 کېمپونو كښی د افغان كډوالو د كورنيو شمېره 11 زره 538 ده۔ او انفرادی آبادي ئې 59 زره 114 ده۔ د چارسدې په كمېپونو كښی د افغان كډوالو انفرادي آبادي 12 زره 718 او د كورنيو شمېره 2 زره 412 ده۔ د نوښار كېمپونو كښې 7 زره 55 كورنۍ پاتې كيږي او دغلته د انفرادي آبادۍ شمېره 36 زره 375 ده۔ د هنګو په كېمپونو كښې د افغان كډوالو انفرادي آبادي 45 زره او د كورنيو شمېره 6 زره 611 ده۔ د كوهاټ په كېمپونو كښې د افغان كډوالو د كورنيو شمېره 8 زره 390 او انفرادی آبادي 54 زره ٬ د مردان په 2 کېمپونو كښې د افغان كډوالو د انفرادي آبادۍ شمېره 12 زره 215 او د كورنيو شمېره 2 زره 214 ده۔ د صوابۍ په كمېپونو كښې د كورنيو شمېره 5 زره 617 او د آبادۍ شمېره 33 زره 409 ده۔ د ملاكنډ په كېمپونو كښې د افغان كډوالو شمېره 4 زره 101 او د كورنيو شمېره 692 ده۔ د بونېر په كېمپونو كښې 1 زر 661 كورنۍ پاتې كېږي او دغلته انفرادي آبادي 7 زره 883 ده۔ د دير په كېمپونو كښې 27 زره 28 كسان پاتې كېږي او دغلته د كورنيو شمېره 3 زره 779 ده۔ د چترال په كېمپونو كښې 410 كورنۍ پاتې كېږي او دغلته د مېشته كسانو شمېره 2 زره 441 ده۔ په مانسهره كښې د افغان كډوالو شمېره 15 زره 546 او د كورنيو شمېره 2 زره 683 ده۔ د بنوں په كېمپونو كښې 407 كورنۍ پاتې كېږي او دغلته د نفوس شمېره 2 زره 258 ده۔دغسې په ټولو 43 افغان كېمپونو كښې د 66 زره 481 كورنيو 3 لکه97 زره 369 كسان پاتې كېږي۔

مزید خبریں