د خېبر پښتونخوا ګورنر په ډي آئي خان كښې د خېبر ميډيکل پوهنتون د كېمپس جوړولو اعلان وكړو

پېښور 16 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي په ډيره اسماعيل خان كښې د خېبر ميډيکل يونيورسټۍ (کے اېم يو) کېمپس جوړولو اعلان كړے دے او د كے اېم يو وائس چانسلر او د ډي آئي خان کمشنر ته په يوه مياشت كښې د كېمپس چارو ته حتمي شكل وركولو سره دا په عارضي توګه د كرايه په ودانۍ كښې د پېل كولو امر كړے …

پېښور 16 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي په ډيره اسماعيل خان كښې د خېبر ميډيکل يونيورسټۍ (کے اېم يو) کېمپس جوړولو اعلان كړے دے او د كے اېم يو وائس چانسلر او د ډي آئي خان کمشنر ته په يوه مياشت كښې د كېمپس چارو ته حتمي شكل وركولو سره دا په عارضي توګه د كرايه په ودانۍ كښې د پېل كولو امر كړے دے۔ د دې خبرې اعلان ده د ګومل ميډيکل کالج ډي آئي خان 5م كانووكېشن ته د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې كړے ۔ګورنر حاجي غلام علي ووئيل د ګومل ميډيکل کالج تعليمي خدمات د ستائنې وړ دي٬ په ډي آئي خان كښې به د ميډيكل تعليم دې ادارې ته ټول سهولتونه وركولې شي۔ په دې موقع په کانووکېشن كښې د كال 13-2009 او د كال 22-2017 سېشن د ميډيكل تعليم ترسره كوٶنكو 50 زده كوٶنكو ته سندونه وركړے شول٬ په دې موقع 18 زده كوٶنكو ته ګولډ ،سلور او برونز ميډلز هم وركړے شول

مزید خبریں