ملګري ملتونه ۔16نومبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې په غزه كښې روان جنګ كښې د اوږدې مودې دمې او د بشري مرستې رسنه باوري كولو قرارداد منظور كړے شو كوم چې اسرائيل مسترد كړے دے۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په غزہ كښې په روان جنګ كښې د بشري خواخوږۍ په بنياد د اوږدې مودې دمې او په غزه كښې د مرستې سامان رسولو په …
سلامتي كونسل كښې په غزه كښې روان جنګ كښې د اوږدې مودې دمې او د بشري مرستې رسنه باوري كولو قرارداد منظور كړے شو ٬ اسرائيل مسترد كړو
ملګري ملتونه ۔16نومبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې په غزه كښې روان جنګ كښې د اوږدې مودې دمې او د بشري مرستې رسنه باوري كولو قرارداد منظور كړے شو كوم چې اسرائيل مسترد كړے دے۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په غزہ كښې په روان جنګ كښې د بشري خواخوږۍ په بنياد د اوږدې مودې دمې او په غزه كښې د مرستې سامان رسولو په اړه قرارداد منظور كړو خو اسرائيل دا مسترد كړو۔ په قرارداد كښې وئيلې شوي دي چې په غزہ كښې دې په انساني بنيادونو جنګ كښبې د اوږدې مودې دمه وكړې شي او غزه ته دې تر څو ورځو د بشري مرستې رسنه باوري كړې شي٬ عام وګړي او په خاص توګه ماشومان دې په غېر مشروط توګه خوشې كړې شي۔ په قرارداد كښې فريقېنو څخه د نړيوال قانون د خيال ساتلو غوښتنه هم شوې ده۔ قرارداد د مالټا لخوا وړاندې كړے شو۔ د قرارداد په حق كښې د سلامتی کونسل 15 كښې 12 غړو هېوادونو ووټ وركړو۔ په مخالفت كښې چا ووټ ورنكړو۔ درې مستقل غړو هېوادونو امریکا، برطانیه او روسيه د رايو شمېره كښې برخه وانخسته۔ اسرائيل دا قرارداد مسترد كړو۔ اسرائيلي سفير ووئيل زمونږ هېواد به د نړيوال قانون لمخې كار روان ساتي۔ ده په قرارداد ټكونه كولو سره ووئيل په دې كښې په اسرائيل د حماس لخوا په 7 اکتوبر د بريد ذكر نه دے شوے۔ دا ډول څرګندونې په ملګرو ملتونو كښې د امريكا سفير لنډا تھامس ګرين فيلډ هم وكړې۔ د بشري حقونو نړيوالې ادارې هیومن رائټس واچ قرارداد خوشبين وګرځولو۔ د هيومن رائټس واچ يو اېن ډائرېكټر واچ لوئس چاربونيو ووئيل چې دسلامتی کونسل دې قرارداد اسرائیل، حماس او نورو وسله والو ډلو ته يو قوي پېغام وركړے دے چې په نړيوال بشري قانون عملدرآمد لازمي دے او په دې كومه خبره كېدې نه شي











