د سعودي خارجه وزير د رېډ كراس مشر سره ټېلېفوني تماس ٬ د غزه په وضعيت د خيالاتو څرګندونه

ریاض ۔16نومبر (اے پی پی) سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د رېډ كراس نړيوالې كمېټۍ صدر مِرجانا سپولیجارِک سره ټېلېفوني تماس ونيولو او ده سره يۍ په غزه او دې سره پېوستو سيمو كښې د پوځي تاؤ تريخوالي او كړكېچن وضعت حوالې سره په روان پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سعودی خبر رسنې ادارې له مخې فېصل بن فرحان په عامو وګړو او روغتونونو د اسرائيلي بريدونو …

ریاض ۔16نومبر (اے پی پی) سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د رېډ كراس نړيوالې كمېټۍ صدر مِرجانا سپولیجارِک سره ټېلېفوني تماس ونيولو او ده سره يۍ په غزه او دې سره پېوستو سيمو كښې د پوځي تاؤ تريخوالي او كړكېچن وضعت حوالې سره په روان پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سعودی خبر رسنې ادارې له مخې فېصل بن فرحان په عامو وګړو او روغتونونو د اسرائيلي بريدونو مخنيوي كولو ٬ د ضروري مرستې او طبي سامان رسولو له د خواخوږۍ راهداريانو په فوري توګه د محفوظ جوړولو په حاجت زور هم راوړو۔ دا خبره دې ياده وي چې د تېرې مياشتې په 7 مه نېټه د پېل شوي دې جنګ 40 ورځې شوي دي او تر دې دمه په غزه كښې 11500 فلسطینی شهيد شوي په كومو كښې چې 4710 ماشومان شامل دي۔ دغسې غزه كښې د ژوبل شويو شمېره 29,800 او د بې دركه شويو 3,640 ته رسېدلې ده په كومو كښې چې 1,770 ماشومان هم شامل دي

مزید خبریں