لندن،ډبلن۔16نومبر(اے پی پی) برطانيې او آئرلېنډ اپيل كړے دے چې په غزه كښې د مرستې چارې دې لا تندې كړې شي۔ د سعودی خبر رسنې ادارې له مخې برطانوي وزير مملكت اېنډریو مچل وئيلي دي چې د مرستې رفتار به زياتول وي٬ ده ووئيل دا هم ضروري دي چې مونږ د بنيادي ضرورت څيزونو رسنه لا پياوړې كړو دغسې چې دا حاجتمندو ته ورسولې شي۔ ده ووئيل دا مهال په …
په غزه كښې د مرستې روانې چارې دې لا تندې كړې شي ٬ د برطانيه او آئرلينډ اپيل
لندن،ډبلن۔16نومبر(اے پی پی) برطانيې او آئرلېنډ اپيل كړے دے چې په غزه كښې د مرستې چارې دې لا تندې كړې شي۔ د سعودی خبر رسنې ادارې له مخې برطانوي وزير مملكت اېنډریو مچل وئيلي دي چې د مرستې رفتار به زياتول وي٬ ده ووئيل دا هم ضروري دي چې مونږ د بنيادي ضرورت څيزونو رسنه لا پياوړې كړو دغسې چې دا حاجتمندو ته ورسولې شي۔ ده ووئيل دا مهال په غزه كښې په ترجيحي بنيادونو تېلو ته حاجت دے۔ بل اړخ ته د آئرلېنډ وزیر مچل مارټن ووئيل چې مونږ غزه لپاره د تېلو رسنه زياتول غواړؤ٬ دغلته انساني تباهي روانه ده۔ ده ووئيل مونږ له به د غزه وګړو له محفوظ سيمې جوړول وي۔ دا خبره دې ياده وي چې غزه لپاره برطانيې د مرستې 51 ټنه سامان ولېږلو۔ بياهم برطانيه په غزه كښې د جنګ بندۍ مخالفت كوي۔ بلخوا آئرلېنډ د جنګ بندۍ او د يرغمل شويو كسانو د خوشې كولو غوښتنه كړې ده۔











