د خبريالاتو په ډله اسرائيلي بريدونه ٬ لبنان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې شكايت درج كړو

بېروت۔15نومبر(اے پی پی) لبنان په يارون كلي كښې په كورېج كوؤنكو خبريالانو د اسرائیلی بريدونو په ضد په سلامتي كونسل كښې شكايت درج كړے دے۔ د چین خبر رسنې ادارې د لبنان خارجه وزير عبد الله بو حبيب بيان تر مخه وئيلي دي چې د اسرائيل لخوا د خبريالانو په ډله نېغ په نېغه بمباري كول د نړيوال بشري قانون خلافي ورزي او جنګي جرم دے۔ اسرائیل د ګل په …

بېروت۔15نومبر(اے پی پی) لبنان په يارون كلي كښې په كورېج كوؤنكو خبريالانو د اسرائیلی بريدونو په ضد په سلامتي كونسل كښې شكايت درج كړے دے۔ د چین خبر رسنې ادارې د لبنان خارجه وزير عبد الله بو حبيب بيان تر مخه وئيلي دي چې د اسرائيل لخوا د خبريالانو په ډله نېغ په نېغه بمباري كول د نړيوال بشري قانون خلافي ورزي او جنګي جرم دے۔ اسرائیل د ګل په ورځ په 2 بريدونو كښې د سوئيلي لبنان په يارون كلي كښې د فیلډ پېش رفت كوؤنكو خبريالانو يوه ډله په نخښه كړه۔ الجزيره وئيلي دي د بمبارۍ د لاسه يو فوټو ګرافرعصام مواسي ژوبل او د ميډيا نېټ ورك ګاډي ته زيان ورسېد۔ په لبنان كښې د ملګرو ملتونو عبوري فورس وياند آندریا ټینینټی وئيلي دي د لبنان خارجه وزارت د اكتوبر په 14 مه نېټه په سلامتي كونسل كښې د اسرائیل لخوا د برطانېي رسنيو له د كار كونكي لبناني فوټو جرنلسټ عصام عبدالله د وژنې شكايت درج كړے ؤ ۔

مزید خبریں