حماس د جنګ بندۍ لوظنامې په بدل 70 نيولے شوي خوشي كولے شي٬ د القسام برېګېډز وياند

غزہ ۔14نومبر(اے پی پی)د حماس پوځي څانګې وئیلي دي د پنځو ورځنۍ جنګ بندۍ لوظنامې په بدل د 70 نيولے شوو خوشې کولو ته چمتو يؤ۔ د سعودي رسنیو راپور له مخې د حماس د پوځي څانګې القسام بریګیډز ویاند په سوشل ميډيا پلېټ فارم ټېلي ګرام خپل پیغام کښې وئیلي دي قطري ثالثان مو خبر كړي چې مونږ نزدې د 70 مېرمنو او ماشومانو خوشې کولو ته چمتو يؤ۔ …

غزہ ۔14نومبر(اے پی پی)د حماس پوځي څانګې وئیلي دي د پنځو ورځنۍ جنګ بندۍ لوظنامې په بدل د 70 نيولے شوو خوشې کولو ته چمتو يؤ۔ د سعودي رسنیو راپور له مخې د حماس د پوځي څانګې القسام بریګیډز ویاند په سوشل ميډيا پلېټ فارم ټېلي ګرام خپل پیغام کښې وئیلي دي قطري ثالثان مو خبر كړي چې مونږ نزدې د 70 مېرمنو او ماشومانو خوشې کولو ته چمتو يؤ۔ ده ووئيل بشپړه جنګ بندي او په غزه كښې هر ځايې ته د مرستې سامان رسولو اجازه هم بايد د لوظنامې برخه وي۔

مزید خبریں