اسلام آباد 14نومبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی جسټس(ر)ارشد حسېن ملاقات كړے دے ۔په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا صوبې انتظامي چارو او د امن او امان صورتحال او دقاچاق په مخ نيوي خبرې شوي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې وزيراعظم انوار الحق كاكړ جسټس(ر)ارشد حسېن ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔وزيراعظم …
وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی جسټس(ر)ارشد حسېن ملاقات
اسلام آباد 14نومبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی جسټس(ر)ارشد حسېن ملاقات كړے دے ۔په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا صوبې انتظامي چارو او د امن او امان صورتحال او دقاچاق په مخ نيوي خبرې شوي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې وزيراعظم انوار الحق كاكړ جسټس(ر)ارشد حسېن ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔وزيراعظم د نګران وزيراعلٰی جسټس ريټائرډ ارشد حسېن لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله څرګنده كړه چې هغه په صوبه كښې د آزادانه او سپيځلو ټاكنو كولو كښې د الېكشن كمېشن په مرسته خپل آئيني كردار په بشپړه ډول ادا كړي۔











