په صوماليه كښې د سيلاب له امله 30 كسان مړه ٬ 5 لكه بې كوره شول

موغادېشو۔14نومبر(اے پی پی) په صومالیا کښې د سیلابونو له امله 30 کسان مړه او 5 لكه بې كوره شوي دي۔ د ترکيې د خبري اژانس د راپور له مخې د صوماليا په جنوبي او مرکزي سيمو کښې د سيندونو د راوتلو له امله سړکونه او ګڼ کورونه تر اوبو لاندې راغلې دي چې له امله يۍ 30 کسان مړه او 5 لكه څخه زيات بې كوره شوي دي۔ دغسې 10 لكه څخه زيات كسان سېلاب سره د اړوند وبائي رنځونو او د خوراك كمي خطر سره مخ شوي دي۔ چارواكو د مړو شمېره كښې د زياتوالي رامخې ته كېدو اندېښنه څرګنده كړې ده۔ بلخوا د مرستې ځايي او نړيوالو تنظيمونو ځپليو ته د خوراك سامان رسولو له هڅې ګړندۍ كړې دي۔