د اردن پارلمان د غزې له وضعیت وروستو له اسرائیلو سره شویو لوظنامو ته د بيا كتنې كولو پريكړه

عمان ۔14نومبر(اے پی پی)د اردن پارلمان پرېکړه کړې چې د غزې له وضعیت وروستو به له اسرائیلو سره شویو لوظنامو ته بيا كتنه كولې شي۔ د سعودي ميډيا له مخې پارليمان قانوني کمېټۍ ته هدايات کړې چې جائزه او ضروري تجويزونه دې مرتب او حکومت ته وړاندې کړي۔ د اردن د پارلمان سپيكر احمد الصفادي د پارلمان د غونډې په مهال قانوني کمیټې ته لارښوونه وکړه چې په غزه کښې …

عمان ۔14نومبر(اے پی پی)د اردن پارلمان پرېکړه کړې چې د غزې له وضعیت وروستو به له اسرائیلو سره شویو لوظنامو ته بيا كتنه كولې شي۔ د سعودي ميډيا له مخې پارليمان قانوني کمېټۍ ته هدايات کړې چې جائزه او ضروري تجويزونه دې مرتب او حکومت ته وړاندې کړي۔ د اردن د پارلمان سپيكر احمد الصفادي د پارلمان د غونډې په مهال قانوني کمیټې ته لارښوونه وکړه چې په غزه کښې د نسل وژنې او جنګي جنایتونو په اړه د اسرائیلي چارواکو احتساب كولو له اړین اقدامات وکړي۔ سپيكر قانوني كمېټۍ ته دا هم ووئيل چې هغه دې د سركاري ادارو د لارې نړيوال فوجداري عدالت ته د شكايت كولو تګلاره وضعه كړي۔ قانوني كمېټۍ ته دا هدايت هم شوے دے چې هغه دې د اسلامي او عرب هېوادونو پارليماني ادارې د ياد شوي اقدام په اړه خبر كړي۔

مزید خبریں